نړیوال کریکټ

ویسټ انډیز او سریلانکا لومړۍ ټیسټ لوبه نن پیلوي

ټاکل شوې چې نن یکشنبه د مارچ یوویشتمه د ویسټ انډیز او سریلانکا لوبډلو ترمنځ د دوه ټیست لوبو لړۍ د ویسټ انډیز په کوربتوب پیل شي، لومړۍ لوبه یې نن پیلیږي او د ددې میاشتې تر ۲۵ به دوام پیدا کړي، دوهمه به بیا د مارچ په ۲۹ مه پیل شي او د اپریل په دوهمه به پایته ورسیږي.

دا ټیسټ لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ درې کاله وروسته ترسره کیږي ځکه دواړو لوبډلو له درې کاله مخکې خپلو کې وروستۍ ټیسټ لوبه ترسره کړې وه چې سریلانکا په څلورو ویکټو ګټلې وه او دادی نن یو ځل بیا له یو بل سره په ټیسټ لوبه کې مخامخ کیږي. دواړو ټیمونو له دې مخکې لوبډلې اعلان کړي.

د نړیوالې کریک انفو د معلوماتو له مخې ددې لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لړۍ هم ترسره شوې چې دواړه ویسټ انډیز ګټلي دي نو ټیسټ لوبه کې هم شاید ماتې ورکړي ځکه ویسټ انډیز مخکې له دې بنګلدیش ته په ټیسټ لوبه کې ماتې ورکړې او مورال یې پیاوی دی.

ویسټ انډیز له دې مخکې سریلانکا ته په درې یو ورځنیو لوبو کې پرلپسې ماتې ورکړې او دا لوبډله یې کلین سویپ کړه او په شل اوریزه سیریز کې یې هم د دوه د یو په مقابل کې ماتې ورکړې وه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې