نړیوال کریکټ

هندوستان په شل اوریزه سیریز کې هم انګلینډ مات کړ

د هندوستان او انګلینډ لوبډلو ترمنځ د پنځه شل اوریزو لوبو سیریز پایته ورسید ددې سیریز وروستۍ لوبه هندوستان وګټله او په همدې بریا سره یې شل اوریزه سیریز هم وګټه، هندوستان دا سیریز له انګلینډ څخه د ۳-۲ درې د دوه په مقابل کې وګټه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ لوبه کې هندوستان لومړی توپ وهنه کړه د روهیت شرما د ۶۴ او ویرات کوهلي د ۸۰ ناسوځېدلو منډو پرمټ یې انګلینډ ته د ۲۲۵ منډو لږد هدف کېښود خو انګلینډ لوبډله یې په پوره کولو کې پاتې راغله.

انګلینډ په خپله ځوابي لوبه کې د ۸ لوبغاړو په اوټیدو سره ۱۸۸ منډې جوړې کړې او د هدف په پوره کولو کې پاتې راغلل په همدې سره روان شل اوریزه سیریز هندوستان په خپل نوم ثبت کړ.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه انګلینډ ګټلې وه، دوهمه هند، دریمه هم انګلینډ ګټلې وه خو څلورمه او ورستۍ پنځه لوبه کې بیا هندوستان بریا خپله کړه.

له دې وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلیږي چې د مارچ میاشتې په ۲۳ به پیل شي او له دې لوبو وروسته به د انګلینډ تاریخ سفر په هند کې پایته ورسیږی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې