
هندوستان او انګلیستان: شل اورېز سیرېز کې چا زیاتې منډې وکړې؟
د هندوستان او انګلیستان کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اورېزو سیالیو سیرېز د کوربه هندوستان کریکټ ټیم په بریا سره پاېته ورسېده او انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې په پنځمه او وروسته شل اورېزه سیالۍ کې له هندوستان کریکټ ټیم څخه د ۳۶ منډو په توپېر ماتې وخوړله.
خو په دې ځانګړې مقاله کې مونږ د هندوستان د کریکټ ټیم د بریا په اړه نه غږېږو، بلکې تاسو ته به هغه لوبغاړي در وپېژنو چې په دغه سیرېز کې یې تر ټولو زیاتې او سترې منډې د خپلې لوبډلې لپاره ترسره کړې دي، دا چې دا کوم لوبغاړي دي مقاله تر پایه پورې ولولئ.
لوبډلمشر کوهلي په دې لیسټ کې لومړی مقام لري او د سیرېز تر ټولو زیاتو منډو جوړونکی لوبغاړی دی. نوموړي د ۱۱۵.۵ اورېج په درلودلو سره ۲۳۱ منډې جوړې کړې او د سیرېز تر ټولو مخکښ منډي جوړونکی لوبغاړی شو.

په دوهم مقام کې بیا انګلیستانی پیاوړی توپ وهوونکی جوس بټلر دی. هغه بیا د ۴۳.۰۰ اورېج په لرلو سره دوهم مقام کې دی او د سیرېز دوهم مخکښ منډي جوړونکی لوبغاړی دی، نوموړي ۱۷۲ منډې جوړې کړې دي چې په دې توګه د سیرېز دوهم مخکښ منډي جوړونکی لوبغاړی دی.
همدغه راز په ترتیب سره درېم مقام کې ډوین مېلان دی چې د سیرېز درېم مخکښ منډې جوړونکی لوبغاړی دی. هغه د ۳۷.۰۰ اورېج په مرسته ۱۴۸ منډې وکړې. د دې ترڅنګ جېسن روی بیا ۱۴۴ منډې کړې دي او څلورم مقام کې قرار لري.
په پنځم نمبر کې د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی شیریاس ايیر قرار لري هغه بیا ۱۲۱ منډې جوړې کړې دي او د سیرېز پنځم مخکښ منډي جوړونکی لوبغاړی اعلان شو.