افغانستان کریکټریکارډونه

نجیب الله ځدراڼ د څلور نورو افغان لوبغاړو په لیسټ کې شامل شو

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د درې شل اوریزه سیالیو لړۍ ترسره شوه چې پکې کوربه افغانستان درې صفر بریا ترلاسه کړه، نجیب الله ځدراڼ په وروستۍ سیالۍ کې د ۷۲ منډو په جوړولو سره د څلورو نورو افغان لوبغاړو په لیسټ کې ځان شامل کړ.

نجیب الله ځدراڼ په وروستۍ شل اوریزه لوبه کې په ۳۵ توپونو *۷۲ ناسوځېدلي منډې وکړې نوموړی له محمد شهزاد، محمدنبي، اضغر افغان او سمیع شینواري وروسته پنځم افغان لوبغاړی شو چې شل اوریزه فارمټ کې «۱۰۰۰» منډې جوړوي.

نجیب الله ځدراڼ له حضرت ځاځي او رحمان الله ګربز وروسته دریم افغان لوبغاړی دی چې شل اوریزه فارمټ کې زیات اوسط لري، په شل اوریزه فارمټ کې حضرت ځاځی ۴۰، ګربز ۳۴ او نجیب ځدراڼ ۳۳ زیات اوسط لري.

نجیب الله ځدراڼ په ټولټال ۵۴ اننګزونو کې لوبیدلی چې د ۳۳ اوسط، ۱۴۲ سټرایک ریټ او د ۴ نیمه سلیزو په مټ یې ټولټال ۱۰۶۰ منډې جوړې کړې دي، نوموړی له شهزاد، محمدنبي او اضغر افغان وروسته څلورم افغان لړبغاړی دې شل اوریزه فارمټ کې زیاتې منډې جوړوي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې