افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

له زمبابوې وروسته د افغانستان راتلونکي سیالۍ کله او له چا سره دي؟ دلته یې لوستلی شئ.

د افغاستان کرکټ ملي لوبډلې پیل د ایرلینډ خلاف درې یو ورځنۍ او زمبابوې خلاف دوه ټیسټ او درې شل اوریزه سیالیو سره پیل شو، افغانستان د ایرلینډ خلاف د یو ورځنۍ لوبو لړۍ درې صفر وګټله، له زمبابوې د دوه ټیسټ سیالیو لړۍ یو یو مساوي شوه خو شل اوریزه لړۍ افغانستان درې صفر وګټله.

اوس به افغانستان روان ۲۰۲۱م کال کې نور چېرې سفرونه کوي او له چا سره سیالۍ لري؟
که څه هم تر اوسه افغان کرکټ بورډ د راتلونکو سیالیو خبر ندی ورکړی، خو د کرکټ نړیوالې شورا پنځه کلن پروګرام «ایف ټي پي» کې د افغانستان سیالۍ په لاندې ډول ترتیب شوي دي.

لومړی: روانه مارچ میاشت کې د هندوستان سره درې یو ورځنۍ سیالۍ ترتیب شوي وې خو د نا مالومو دلایلو له امله دغه وځنډول شوې چې په دغه نېټه افغانستان د زمبابوې او هند د انګلستان خلاف سیالۍ ترسره کړې.

دوهم: افغانستان به روان کال سریلانکا ته په جولاۍ او اګست میاشتو کې سفر وکړي چې د سریلانکا په کوربتوب به د دواړو هېوادونو ترمنځ درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزه سیالۍ ترسره شي، دغه سیالۍ ته تقریباً «۴» میاشتې پاتې دي.

دریم: افغانستان به روان کال په سپټمبر میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان لوبډلې کوربتوب وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به درې یو ورځنۍ سیالۍ به ترسره شي، دغه لوبو ته تقریباً «۵» میاشتې پاتې دی.

څلورم: روان کال اکتوبر میاشت کې به ایرلینډۍ لوبډله د افغانستان مېلمانه وي چې په دغه سفر کې به «۳» شل اوریزه سیالۍ ترسره شي، دغه لوبو ته تقریباً «۷» میاشتې وخت پاتې دی.

پنځم: د روان کال په اکتوبر او نومبر میاشتو کې شل اوریزه نړیوال جام ددهندوستان په کوربتوب ترسره کیږي چې افغانستان ورته له وړاندې پرته له کوالیفای راونډ لار پیده کړي ده، تقریباً دغه جام ته هم «۷» میاشتې پاتې دي.

شپږم: له نړیوال جام وروسته به افغان لوبډله په نومبر او ډسمبر کې زمبابوې ته سفر وکړي چې هغلته به یوه ټیسټ، دوه شل اوریزه او درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي، دغه سیالیو ته «۸» میاشتې پاتې دي.

اووم: د روان ۲۰۲۱م کال په اخري ډسمبر میاشت کې به افغانستان د درې شل اوریزه او درې یو ورځنیو سیالیو کې د نیدرلینډ لوبډلې کوربتوب وکړي، دغه لوبو ته «۹» میاشتې پاتې دي.

یادونه: افغانستان روان کال کې له استرالیا سره هم ټیسټ لوبه لري خو دقیق ځای او نېټه یې نده مالومه.
دوهمه یادونه: دغه د افغان لوبډلې هغه مهالویش دی چې د کرکټ نړیوالې شورا په پنځه کلن «ایف ټي پي» پروګرام کې ځای په ځای شوی، کېدای شي روان کال د افغان کرکټ بورډ په هڅو شخصي سیریزونه برابر شي، یا هم اعلان شوي مهالویش کې د کرونا وایروس له امله نوی بدلون راشي، هغه بیا بېله خبره ده.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې