دلوبغاړو په اړه

سوریا کمار یادو څرګنده کړه چې د ممبۍ انډینز څخه راغلو لوبغاړو ځلېدو تر شاه راز څه دی؟!

د هندوستان غوره لیګ «ای پي ایل» کې د ممبۍ انډینز لوبډلې څخه دوه نوي او ځوان لوبغاړي، ایشان کیشن او سوریا کمار یادو د انګلستان خلاف پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ کې ولوبېدل چې دواړو لوبغاړو په خپلو لومړنیو نړیوالو سیالۍ کې پنځوسیزې تر لاسه کړې.

سوریا کمار یادو او ایشان کیشن د هندۍ لوبډلې لپاره په لومړي ځل د انګلستان خلاف شل اوریزه سیالیو لړۍ ته انتخاب شول خو روهیت شرما، هارډیک پانډیا او جسپریت بومرا لا دمخه د هندۍ لوبډلې لپاره لوبیږي او ځانونه یې ثابت کړي دي.

د سټار سپورتس تلویزیون سره د لړۍ وروسته د مرکې په جریان کې سوریا کومار یادو په ګوته کړه چې د ممبۍ انډینز لوبغاړي هېڅ ډول فشار نه اخلي نه هم د کوم توپ اچونکي څخه وېره لري، هغه زیاته کړه چې موږ تل بریدکونکي لوبې ته دوام ورکوو ښایی همدغه د دوی د بریا راز وي.

یادو زیاته کړه چې زما په فکر دلته هېڅ کوم پټ راز نشته، همدا راز دی کله چې موږ په تمریني سیالیو او نېټ کې فریکټس کوو بیا په خپلو ناکمیو کار کوو او په نړیوال کرکټ کې ترې سالمه استفاده کوو.

نوموړي زیاته کړه چې ما د روهیت شرما او ایشن کیشن لوبه تعقیب کړه چې څنګه دوی پرته له کومې وېرې چټکه لوبه پیل کړه، نو ماهم فکر وکړ چې زه هم باید د دوی په څېر چټک لاړ شم او ښه لوبه ترسره کړم، زه په خپل پلان کې کمیاب شوم او خوښ یم چې د هند لپاره مې نړیوال کرکټ په ښه شان سره پیل کړ.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې