نړیوال کریکټ

د پاکستان پخوانی کپتان او اوسنی لومړی وزیر عمران خان کرونا نیولی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او کرکټر کرونا نیولی دی او اوس مهال تر قرنطین لاندې دی، د نړیوالې کرک انفو د معلوماتو له مخې چې د پاکستان هېواد پخوانی کرکټر او کپتان چې اوس ددې هېواد لومړی وزیر دی په کرونا ویروس اخته شوی دی.

د کرک انفو په وینا چې د هغه ناروغي ډاکټر فیصل سلطان د ساري ناروغیو متخصص او مشوره کوونکي تائید کړې ده، نوموړی اوس مهال ۶۸ کلن دی او د پاکستان هېواد د لومړي وزیر په توګه دنده پرمخ بیایي.

عمران خان دوه ورځې مخکې خپل د کرونا لومړی واکسین کړی دی خو د نوموړي ډاکټر ویلي چې د هغه د وجود معافیت تراوسه د کرونا په مقابل کې نه دی جوړ خو ډیر ژر به نوموړی بیرته ښه شي.

نوموړی په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو او تراوسه خپله دنده پرمخ بیایي.

خان د پاکستان لپاره په ۸۸ ټیسټ لوبو کې ۳۸۰۷ منډې جوړې کړې دي، په ۱۷۵ یو ورځنیو ۳۷۰۹ منډې جوړې کړې دي چې په ۱۹۹۲ کال کې یې نړیوال جام هم ګټلی و او همدارز په کورني کرکټ فرسټ کلاس او لیسټ اې لوبو کې لوبیدلی دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې