نړیوال کریکټ

د هند او سریلانکا افسانوي لوبغاړي نن پایلوبه کوي

د افسانوي لوبغاړو د لوبلړۍ ” روډ سیفټي ورلډ سیریز وروستۍ لوبه ” پایلویه” نن ترسره کیږي، دا لوبه د هندوستان لیجینډ او سرلانکا لیجینډ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي چې نن ماښام ۶:۰۰ بجې به د هندوستان په کوربتوب ممبيي کې ترسره شي.

په دغه سیریز کې اوه لوبډلو برخه اخستې وه چې هندوستان او سریلانکا یې پای لوبې ته لار ومونده، دواړو لوبډلو د پنځه پنځه لوبو په ګټلو سره پای لوبې ته لار پیدا کړه.

هند، سریلانکا، سویلي افریقا، ویسټ انډیز، انګلیستان، بنګلدیش او اسټرالیا هغه لوبډلې دي چې په دغه سیریز کې ولوبیدل په دې لوبو کې یواځې د هېوادونو تقاعد شوي لوبغاړو او افسانوي لوبغاړو برخه اخستې وه.

سویلي افریقا په دې لوبو کې درېیم او ویسټ انډیز څلورم مقام وګټه، سچن ټنډولکر د هند پخوانی تجربه لروونکی لوبغاړی د هند د افسانوي لوبډلې کپتاني کوي او ددې لوبډلې لپاره ډیر مهم تمام شوی دی نوموړی اوس هم د تیر په څېر توپ وهنه کولای شي او ډیر پیاوړی دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې