افغانستان کریکټریکارډونه

د شل اوریزو لوبو په تازه درجه بندۍ کې افغانستان نور هم مخکې راغی

د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو د لوبډلو تازه درجه بندي خپره کړې ده چې افغانستان پکې مخکې راغلی دی، د مارچ په شلمه دغې شورا تازه درجه بندي خپره کړه چې افغانستان د لسو غوره لوبډلو په لیسټ کې مخکې راغلی دی.

په دغه نوې خپره شوې درجه بندي کې افغانستان له بنګلدیش مخکې شوی اوم مقام یې ګټلی دی، اوس مهال په لسو غوره لوبډلو کې افغانستان له بنګلدیش، ویسټ انډیز او له سریلانکا مخکې راغلی دی.

افغانستان له زمبابوی څخه په لوبو ګټلو سره مخکې راغی، په دغه لیست کې انګلینډ لومړی، هندوستان دوهم، اسټرالیا دریم او پاکستان څلورو مقام لري.

دا درجه بندي په داسې حال کې خپریږي چې تیره ورځ د افغان ملي لوبډلې کپتان اضغر افغان هم پر فسبکو پاڼه لیکلي و چې موږ به ډیر ژر په پنځه غوره لوبډلو کې ځای ونیسو او د افغانستان لپاره به ویاړ او افتخار وګټو.

افغانستان دا مهال د ۲۳۰ نمرو په درلودلو سره په مکملو ۸۵ لوبډلو کې اوم مقام لري چې د نړۍ له مشهورو لوبډلو بنګلدیش، ویسټ انډیز، سریلانکا، زمبابوی، ایرلینډ، عربي متحده اماراتو او سکاټلینډ څخه مخکې ده.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې