
د راجستان راېلز لوبډلې لپاره بد خبر
د هندوستان غوره لیګ چې ټاکل شوې ده راتلونکي میاشت کې پیل شي، خو په دغه لیګ کې د راجستان راېلز لوبډلې لپاره بد خبر هم شتون لري. هغه ځکه چې په ای پي ایل کې د ارچر لوبېدل د ټپ له کبله شک کې شوې دي.
نو پر همدې اساس راجستان راېلز لوبډله ممکن د دغه پیاوړي تېز توپ اچوونکي له خدماتو څخه بې برخې وي او په دغه پړاو کې به د هغه نشتون احساس کړې. خو په هر حال تر دې دمه پورې رسمي څه ندې ویل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ایون مورګن په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې هغه د هندوستان پر وړاندې راتلوونکو درې یو ورځینو سیالیو کې د ټپ له کبله نه شي لوبېدلی او ټپ یې نور هم ژور شوی دی.
چې له امله یې اوس نوموړي ته استراحت ورکړل شوی دی او د درملنې لاندې دی. دغه ۲۵ کلن فاسټ بالر څه موده وړاندې د څنګل ټپ درلود چې اوس یو ځل بیا د نوموړي دغه ټپ راپارېدلی او د نوموړي راتلونکی یې له نا معلوم برخلیک سره مخامخ کړی دی.