ریکارډونه

د افعانستان او زمبابوې ترمنځ ورړستۍ لوبه کې پاکستاني لوبڅار «علیم ډار» ریکارډ جوړ کړ.

د کوربه افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دوه ټیسټ او درې شل اوریزه سیالیو لړۍ پای ته ورسېدې چې ټیسټ یو، یو مساوي خو شل اوریزه سیالیو کې افغانستان درې په صفر بریا خپله کړه.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په دواړو سیریزونو کې پاکستاني لوبڅار «علیم ډار» هم شتون درلود چې نوموړی د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په وروستۍ شل اوریزه سیالۍ کې په ګډون سره د نړیوال کرکټ «۴۰۰» سیالۍ بشپړې کړې.

د مالوتو له مخې چې علیم ډار لومړی لوبڅار دی چې په ټولټال «۴۰۰» سیالیو کې لوبڅاري کوي، علیم ډار په ۱۳۶ ټیسټ، ۲۱۱ یو ورځنۍ او ۵۳ شل اوریزه سیالیو کې د لوبڅارۍ دنده ترسره کړي ده.

علیم ډار په ​​شل اوریزه سیالیو کې د زیاتو لوبو لوبڅارۍ له امله د احسن رضا ریکارډ هم مات کړ، علیم ډار په لوبڅارۍ کې د څلور سلیزو تر لاسه کولو له امله خوښي څرګنده کړه.

علیم ډار وویل چې له والدینو، مینه والو او رسنیو څخه ځانګړې مننه کوي، له بلې خوا د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» هم په نړیوالو سیالیو کې د ۴۰۰ لوبو بشپړولو وروسته نوموړي ته مبارکي ورکړي ده.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې