دلوبغاړو په اړه

بنګله دېش کریکټ بورډ د شکیب الحسن پر پریکړې غوسه څرګنده کړه

بنګله دېش کریکټ بورډ د شکیب الحسن په پرېکړه باندې غوسه څرګنده کړې ده او د نوموړي پر یادې پریکړې یې توند غبرګونونه کړې دي. یاد بورډ د شکیب پر هغې پریکړې غوسه ښودلې ده، چې شکیب د سریلانکا سفر څخه انکار وکړ او د هندوستان غوره لیګ راتلونکي پړاو ته یې چمتووالی څرګند کړ.

شکیب الحسن پرېکړه کړې ده، چې هغه د سریلانکا پر وړاندې ټېسټ سیالیو کې نه لوبېږي او پر ځای به یې ای پي ایل سیالیو کې ولوبېږي. چې د الراونډر شکیب الحسن دغې پریکړې بي سي بي یا بنګله دېش کریکټ بورډ سخت غوسه کړی دی.

شکیب الحسن نړیوالې کرېکنفو سره خبرو کې ویلي دي، چې د سریلانکا خلاف دا دوه ټېسټ لوبې زمونږ د ورلډ ټېسټ چمپینشیپ وروستۍ دوه لوبې دي او مونږ نه شو کولی چې پای لوبه کې ولوبېږو. نو له همدې کبله د دې پر ځای هند غوره لیګ ته لومړیتوب ورکوم. نوموړي د دې دلیل لپاره هند غوره لیګ ته لومړیتوب ورکړ، چې راتلونکی نړیوال شل اورېز جام دلته د هند په کوربتوب ترسره کېږي او دا لیګ به له هغه سره مرسته وکړې چې تر څو نوموړی ښه فیټ او یاد جام ته چمتو شي.

شکیب همدغه راز وویل، چې ډیری ادعاوې کېږي چې ګواګې ما د سریلانکا خلاف ټېسټ سیالیو ته هېڅ اهمیت ندی ورکړی. نه دا داسې نه ده، ما بنګله دېش کریکټ بورګ ته یو لیک استولی وه او په هغه لیګ کې مې ورته د شل اورېز نړیوال جام یادونه هم کړې وه چې ای پي ایل به مونږ سره چمتووالي کې ښه مرسته وکړې. او زما لیک په سمه توګه ندی لوستل شوی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې