افغانستان کریکټ

افغان لوبډلمشر اضغر افغان: موږ به ډیر ژر په پنځه غوره لوبډلو کې حساب شو.


افغان لوبډلمشر اضغر افغان درې میاشتې وروسته پر خپله رسمي فسبوک پاڼه لیکنه خپره کړه، نوموړی چې پر ټولنیزه میډیا دومره فعال نه دی خو وخت نا وخت یوه نیمه لیکنه د غم او خوشحالۍ خپروي، هغه درې میاشتې مخکې د شهزاد محمدي د موړ د مړینې خبر خپور کړ و او تیره ورځ یې د کرکټ لوبو د دریو سیریزونو د ګټلو مبارکي هېوادوالو ته ورکړې.

افغان پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې ټولو هېوادوالو ته د لوبو د ګټلو مبارکي وایم او زیری درکوم چې ډیر ژر به موږ په پنځه غوره ټیمونو کې حساب شو، هغه لیکلي…

” سلامونه او درنښت زړه ته رانږدې قدرمنو هېوادوالو! پدې هیله چې انشاالله ټول به روغ او جوړ اوسئ تر هر څه دمخه تاسو ټولو ته له آیرلنډ نه د مهمو درې یو ورځنیو سیالیو د سیریز د بریا، زیمبابوې هیواد سره د ټیسټ سیالیو د لوبلړۍ مساوي کېدو او دادی نن له زیمبابوې هیواد څخه د شل آوریزو سیالیو د لوبلړې د بریا مبارکي وایم.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله تل پدې هڅه کې ده چې د هیواد پدې غمجنو حالاتو کې ټولو ګرانو هیوادوالو ته برياوې راوړي چې پدې برخه کې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه او‌ اړونده ټولو څانګو له هر اړخیزه کوښښونو هم د زړه له تله مننه کوم.

کرکټ د افغانستان له ویاړونو شمیرل کیږي او ددې ویاړ د ساتلو او لاپیاوړي کولو په پار د خپلې ملي لوبډلې په پیاوړي پلانونو، ښه تدبیر، قوي عزم او پوره ژمنتیا بشپړ ډاډمن اوسئ. او دا زیری درکوم چې انشاالله نږدې وختونو کې به د کرکټ نړۍ په غوره پنځو لوبډلو کې وشمیرل کیږو. (التوکل علی الله)”
نوموړي دا خبرې وروسته له هغې وکړې چې زمبابوی ته یې په دریو شل اوریزو لوبو کې پرلپسې ماتې ورکړې او سیریز یې ګټه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې