
ګیري ویلسن له نړیوال کریکټ څخه تقاعد اعلان کړ
د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي کریکټر لوبغاړي ګیري ویلسن وړمه ورځ له نړیوالو سیالیو څخه لاس په سر شو او د نړیوال کریکټ څخه یې تقاعد اعلان کړ، نوموړي له یوې لسیزې زیات کریکټ وکړ.
هغه په ۲۰۰۵ م کال کې د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې لپاره لومړۍ لوبه ترسره کړه، نوموړی د ایرلنډ د کریکټ ټیم پیاوړی توپ وهوونکی او ویکېټ کیپر لوبغاړی وه. هغه د ایرلنډ لپاره په ویکېټ کیپرۍ کې دوهم لوبغاړی وه چې زیات کیچونه یې نیولې و.
هغه د یو خبرې کنفرانس په ترڅ کې وویل، د ایرلنډ لپاره سیالۍ کول دا زما لپاره یو خوب وه. نوموړي د خبرو په دوام وویل:
((له ۱۶ کلونو تیرېدو وروسته د کریکټ پرېښودل دا به زما لپاره هغه څه وي چې تل به مې یادېږي. پرته له شکه، چې ماته به زما د ټیم ملګري زیات یادېږي مګر د ایرلنډ لپاره لوبېدل دا زما لپاره یو خوب وه او د ایرلنډ لپاره لوبېدل دا زما لپاره د ویاړ ځای دی.))