دلوبغاړو په اړهلیګونه

ډیل سټین په «ای پي ایل» لیګ کې د خپلې خوښې لوبډلې نوم څرګند کړ.

د سویلي افریقا چټک توپ اچونکي «ډیل سټین» د انډین پریمر لیګ «ای پي ایل» کې له دې وړاندې د سنرایزرز حیدراباد او رائل چلینجرز بنګلور استازیتوب کاوه، مګر نوموړي د داسې لوبډلې نوم غوره کړ چې د هغې استازیتوب یې ندی کړی.

پداسې حال کې چې ډیل سټین د غلي پاتې کېدو هڅه وکړه، خو په پای کې یې د «ممبۍ انډینز» لوبډلې نوم یاد کړ، ډیل سټین په خپل ټویټر لیکلي دي چې ممبۍ انډینز په ۲۰۲۰م کال کې د ښو کارکرداګۍ او سر لیک ګټلو وروسته راتلونکي پړاو ته هم چمتو ښکاري.

ډیل سټین لیکلي دي” په «ای پي ایل» کې ټولې ښې لوبډلې دي، مګر ممبۍ داسې ښکاري چې یو ښه جوړښت او پلان مخې ته وړي، کوینټن ډیکاک هم زما د خوښې لوبغاړی دی نو زه همیشه د هغه ملاتړ کوم.

ډیل سټین د شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ په لوبو کې بوخت و کله چې له هغه څخه وپوښتل شول چې ولې یې د ۲۰۲۱م کال «ای پي ایل» پرېښودو پرېکړه وکړه؟ سټین یې په ځواب کې وویل چې د سریلانکا او پاکستان لیګونو سیالۍ د «ای پي ایل» په پرتله ډېرې ګټورې دي.

دغه خبرې د هند کرکټ په مبنوالو ډېر بد تاثیر وکړ چې د هندي رسنیو د سر ټکی وګرځېدۀ، خو وروسته ډیل سټین بحښنه وغوښته او زیاته یې کړه چې زما مطلب د لیګونو پرتله کول ندي، زما مطلب دا و چې «ای پي ایل» کې د کرکټ په پرتله پیسو ته زیات ارزښت ورکول کیږي او د لوبغاړو څخه خپل کرکټ هېربږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې