نړیوال کریکټ

پاکستان کرکټ لوبډله کومه ورځ ته پاتي شوه

محمد عامر د پاکستان کرکټ بورډ څخه تیره میاشت د تقاعد اعلان وکړ،


محمد عامر د دې په اساس له نړیوال کرکټ سره مخاښه وکړه چې په کرکټ بورډ کې ورسره ناسم چلند کیږي هغه د راتګ لپاره بیا دا شرط کيښود که راځي نو په بورډ کې دې له سره تر اخره تغیرات راشي،


عامر د اوسني مدیرت او د لوبډلې پر سلیکشن کمېټه سختې نیوکې کړي،


محمد عامر ویلي، پاکستان کرکټ لوبډله دې ورځي ته پاتي شوه چې یوازي په دوه یا درې غوره لوبو لوبغاړی ملي لوبډلې ته راوړي،


نوموړي زیاته کړی ایا د پاکستان لوبډله په دومره بد حالت کې ده چې اوس دومره په اسانۍ ورته لوبغاړی راتللی شي؟


یاده دې وي چې د پاکستان پر اوسني نوې سلیکشن باندې چې وسیم خان یې مشري کوي ټولو پخوانیو لوبغاړو غبرګې نیوکې وکړي،


وسیم خان د زیمبابوې او جنوبي افریقا خلاف لوبډله اعلان کړه چې پکې پخوانیو لوبغاړو ته هېڅ چانس ورنغی او ټوله لوبډله د پي ایس ایل څخه انتخاب شوه چې دا لوبډله د لوبډلمشر بابر اعظم د غبرګون سره هم شوه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې