
نیوزیلینډ بنګله دیش ته شرمونکي ماته ورکړه.
د کوربه نیوزیلینډ او بنګله دیش ترمنځ د درې یو ورځنینو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه ترسره شوه چې پکې کوربه نیوزیلینډ په ۸ ویکټو بریا خپله کړه.
په سیالۍ کې نیوزیلینډ د ټاس ګټلو وروسته لومړۍ د توپ اچونې پرېکړه وکړه، بنګله دیش په ۴۱.۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر یوازې «۱۳۱» منډې وکړې.
محمدالله ۲۷ او مشفیق الرحیم ۲۳ زیاتې منډې وکړې.
نیوزیلینډ ته ټرینټ بولټ ۴ ویکټې ترلاسه کړې.
نیوزیلینډ ټاکل شوی هدف د لوبې په ۲۳م اور کې د دوه لوبغاړو سوځېدو په سر ترلاسه کړې چې بنګله دیش ته یې په ۸ ویکټو ماته ورکړه.
ګوپټیل ۳۸ او هنري نیچلز ۴۹ زیاتې منډې وکړې.
بنګله دیش ته تسکین احمد او حیم محمود یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د درې ورځنیو لوبو په لړي کې نیوزیلینډ یو صفر مخکې شو، د لوبې غوره لوبغاړی ټرینټ بولټ اعلان شو, ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به دوهمه یو ورځنۍ لوبه د مارچ ۲۳ مه نېټه ترسره شي.