افغانستان کریکټریکارډونه

راشدخان: ټایم سوتي او شکیب الحسن شاته کړل، نن د شاهد افریدي وار دی.

ټاکل شوې ده چې نن د زمبابوې خلاف افغانستان د لړۍ دریمه او وروستۍ شل اوریزه سیالي ترسره کړي چې پکې راشدخان د نړۍ دوهم مقام ته راسېدلی شي.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ روانه شل اوریزه لړۍ ترسره شوې دوه سیالیو کې راشدخان ټولټال «۶» ویکټې ترلاسه کړې چې د شل اوریزه فارمټ ویکټو شمېر یې له ۸۹ څخه «۹۵» ته پورته کړ.

راشدخان په «۹۵» ویکټو اخیستو سره شکیب الحسن او ټایم سوتي شاته پرېښودل چې په تریتب سره یې ۹۲ او ۹۳ ویکټې اخیستي وې، راشدخان اوس مهال د لاست مالېنګا او شاهد افریدي وروسته دریم لوبغاړی دی چې په شل اوریزه نړیوالو سیالیو کې «۹۵» لوبغاړي سوځوي.

له راشدخان وړاندې لاسیت مالېنګا «۱۰۷» او شاهد افریدي بیا «۹۸» ویکټې ترلاسه کړي دي، که راشدخان نننۍ سیالۍ کې «۴» لوبغاړي سوځوي نو د لاست مالېنګا وروسته به دوهم لوبغاړی وي چې په شل اوریزه نړیوالو سیالیو کې زیاتې ویکټې اخلي.

که څه هم لاست مالېنګا په ۸۴ سیالیو کې ۱۰۷ او شاهد افریدي په ۹۹ سیالیو کې ۹۸ ویکټې ترلاسه کړي دي، خو راشدخان بیا یوازې په ۵۰ سیالیو کې ۹۵ لوبغاړي سوځولي دي ، په دغه ډله کې افغان الراونډر محمدنبي عسی خیل هم په ۷۹ سیالیو کې د «۸۰» لوبغاړو سوځولو په سر نهم مقام لري.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې