دلوبغاړو په اړه

د محمد نبي له دغې کارنامې څخه خبر یاست؟

د افغانستان کریکټ ټیم پیاوړي الراونډر لوبغاړي محمد نبي د کریکټ په نړۍ کې یوه نوي لاسته رواړنه هم په خپل نوم کړه. نبي په شل اورېزو سیالیو کې زیات مین اوف د میچ یا د لوبې غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.

هغه په دغه لیست کې د وېرات کوهلي او روهېت شرما نومونه شاته پرېښې دي او له هغوئ مخکښ دی او لومړي مقام کې قرار لري. د یادولو وړ ده، چې نبي د زمبابوې پر وړاندې وړمه ورځ هم د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

هېره دې نه وي، چې افغانستان له زمبابوې څخه د شل اورېزو لوبو لړۍ هم وګټله افغانستان کریکټ ټیم په لومړۍ او دوهمه شل اورېزه دواړو سیالیو کې زمبابوې ته ماتې ورکړه.

له بلې خوا اصغر افغان د هندوستان پخواني کیپتان مهیندرا سېنګ ډوهني سره هغه ریکارډ مساوی کړ چې په خپلې کیپتانۍ کې یې زیاتې شل اوریزې لوبې د خپلې لوبډلې په بریا پاېته رسولي دي، که چیرې ننۍ لوبه افغانستان وګټې نو له ډوهني به هم مخکې شي او لومړی مقام به وګټي چې د کیپتان په توګه زیاتې سیالۍ ګټې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې