بهرني لوبغاړيدلوبغاړو په اړه

بابر اعظم: زما په ژوند کې داسې ډېرې ستونزې راغلي دي خو زغملي مې دي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر «بابر اعظم» د جمعې په ورځ وویل چې د هغه لوبه د جنسي ځورونې له تورونو سره نه ده تړلې، ځکه چې هغه د ورزشکار په توګه د هر ډول خنډونو سره عادت شوی دی، بابر اعظم وویل چې هغه ژمن دی ترڅو د سویلي افریقا او زمبابوې په راتلونکو سیالیو کې ښې لوبې وکړي.

بابر اعظم د جمعې په ورځ په ​​یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل” دا زما شخصي مسله ده او حال لاره یې په محکمه کې روانه ده، زما وکیل یې اداره کوي، موږ په ژوند کې له هرډول خنډونو سره مخ یو او زه ورسره عادت یم، دغه مسله زما په کرکټ هیڅ اثر نشي کولای.

بابر اعظم وروسته له هغې په لاهور کې د محکمې په قضیو کې ښکېل شو کله چې مېرمن «حمزه مختار» د هغې پر وړاندې د جنسي ځورونې، هغې تهدیدول او د واده په اړه د دروغجنو وعدو په ګډون تورونه لګولي وو.

په لاهور کې د سیشن محکمې د پنجشنبې په ورځ د فدرالي تحقیقاتو ادارې څخه وغوښتل چې د قانون سره سم له مناسبو تحقیقاتو وروسته د قضیې په تړاو د بابر اعظم پرضد «ایف ای اې» درج کړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې