افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

افغانستان د نجیب الله ځدزاڼ زبردست بیتینګ پر مټ بریا خپله کړه.

د کوربه افغانستان او زمبابوې ترمنځ د درې شل اوریزه سیالیو لړۍ ترسره شوه چې پکې افغانستان درې صفر ۳/۰ بریا خپله کړه.

د لړي دریمه او وروستۍ لوبه کې افغانستان پچه وګټله او تل په څېر یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. افغانستان په ټاکل شوو «۲۰» اورونو کې د ۷ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۸۳ منډې وکړې او زمبابوې دپاره «۱۸۴» منډې هدف وټاکل شو.

افغانستان دپاره تر ټولو زیاتې منډې نجیب الله ځدراڼ وکړې چې د ۵ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مټ یې په ۳۵ توپونو *۷۲ ناسوځېدلي منډې وکړې، ترڅنګ یې عثمان غني هم ۳۹ زیاتې منډې وکړې.
مزرباني او نګاراوه دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

زمبابوې د خپلې توپ وهنې اننګز پیل کړ چې په ۲۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۳۶ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۴۷ منډو په توپیر وبایلله.
زمبابوې ته مسکنډا ۳۰ تر څنګ یې سکندر رضاء ۴۱ زیاتې منډې جوړې کړې.
افغانستان ته کریم جنت ۲، فضل حق فاروقي ۱ نوین الحق ،او محمدنبي ۱ ویکټې ترلاسه کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی نجیب الله ځدراڼ اعلان شو، لوبه زمبابوې په ۴۷ منډو وبایلله او افغانستان د درې شل اوریزه سیالیو لړۍ درې په صفر وګټله.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې