افغانستان کریکټریکارډونه

اضغر افغان که نننۍ لوبه ګټي نو د نړۍ ستر ریکارډ به په خپل نوم ثبت کړي.

ټاکل شوې ده چې نن د مارچ ۲۰ مه نېټه د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د درې شل اوریزه سیالیو لړۍ دریمه او وروستۍ لوبه ترسره شي چې په ګټلو سره یې افغان لوبډلمشر «اضغر افغان» ستر ویاړ او ریکارډ هم جوړولی شي.

اضغر افغان چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشري کوي افغانستان په دغه موده کې د ټولټال «۵۱» شل اوریزه نړیوالو سیالیو څخه «۴۱» سیالۍ ګټلي دي چې یوازې «۹» سیالۍ یې بایللي دي او یوه لوبه پرته د کومې نتیجې پای ته راسېدلي ده.

اضغر افغان په «۴۱» نړیوالو شل اوریزه سیالۍ ګټلو سره د هندۍ لوبډلې پخواني لوبډلمشر «مهندر سینګ ډوني» سره مساوي دی چې په نننۍ سیالۍ ګټلو سره یې د بریا شمېر «۴۳» ته پورته کیږي او د نړۍ لومړی لوبډلمشر به وي چې په دومره زیاته کچه سیالۍ ګټي.

اوس مهال مهندر سینګ ډوني په ۴۲ سیالۍ ګټلو سره له اضغر افغان وړاندې لومړی مقام لري چې له ۲۰۰۷م کال څخه یې تر ۲۰۱۶م کال پورې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشري وکړه چې د ټولټال «۷۲» نړیوالو شل اوریزه سیالیو څخه یې «۴۲» سیالۍ ګټلي دي.

همدا راز د انګلستان لوبډلې لوبډلمشر «ایون مورګن» بیا په «۳۳» شل اوریزه سیالۍ ګټلو سره دریم مقام لري، نوموړی له ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې د انګلستانۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر پاتې شوی چې له «۵۸» نړیوالو شل اوریزه سیالیو څخه یې «۳۳» سیالۍ ګټلي دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې