دلوبغاړو په اړه

ارچر ممکن د هندوستان خلاف پنځوس اورېزو سیالیو کې ونه لوبېږي

د هندوستان په کوربتوب د انګلیستان او هندوستان ترمنځ دا مهال د شل اورېزو سیالیو لوب لړۍ دوام لري، چې له ډلې یې دوه انګلیستان او دوه کوربه هندوستان په خپلې بریا سره پاېته رسولې دي او تمه ده چې وروستۍ او پنځمه شل اورېزه سیالۍ به نن د مارچ په ۲۰ مه نېټه د هندوستان په احمد اباد (مودي نړیوال کریکټ لوبغالي) کې ترسره شي.

له شل اورېزو سیالیو وروسته به د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ د درې پنځوس اورېزو سیالیو سیرېز پیل شي، چې دغه سیرېز کې ممکن جوفرا ارچر د انګلیستان د کریکټ ملي لوبډلې برخه نه وي او ښایې ارام وکړي.

د انګلیستان کریکټ ټیم مدیریت ډیلي میل ته په خبرو کې وویل، چې دوی نه غواړي په پیاوړي تېز توپ اچوونکي جوفرا ارچر باندې زیات فشار وارد کړي نو له همدې کبله غواړي چې نوموړی د هندوستان پر وړاندې یو ورځینو سیالیو کې کیښنوي او ترڅو استراحت کړې.

له بلې خوا سپورټس کېډا ورځپاڼې لیکلې دي، چې د ارچر کیښنولو یو لامل ښایې دا وي چې د هغه پر ځای ټیم کې کوم بل فاسټ بالر شامل کړې او دا زمینه ورته مساعده کړې چې د هندوستان پر وړاندې د هندوستان په خاوره توپ اچونه وکړې ترڅو راتلونکي شل اورېز نړیوال جام ته چمتو شي او د هندوستان له اب او هوا سره بلد شي.

ټاکل شوې ده چې د درې پنځوس اورېزو سیالیو لړۍ به د مارچ میاشتې له ۲۳ مې نیټې څخه پیل او تر ۲۸ مې نیټې پورې به دوام وکړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې