افغانستان کریکټ

یوولس کسیزه لوبډله چې نن د زمبابوی خلاف لوبیږي


د افغانستان او زمبابوی لوبډلو ترمنځ نن دوهمه لوبه ترسره کیږي دا لوبه د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ سټډیوم کې ترسره کیږي، افغانستان نن د زمبابوی خلاف دوهمه شل اوریزه لوبه کې دغه یوولس کسیزه لوبډله لوبوي.

رحمان الله ګربز، عثمان غني، کریم جنت حشمت شاهدي، اضغر افغان، نجیب ځدران، محمد نبي، راشد خان، امیر حمزه، نوین الحق او فرید ملک لوبوي چې کوم تغیرات پکې نه لیدل کیږي.

کومنټیتر اختر علي خان په وینا چې نن هوا ښه پیچ وچ دی او د بیټینګ لپاره ښه جوړ دی ځکه افغانستان لومړی توپ وهنه انتخاب کړه.

افغانستان له دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې زمبابوی ته د ۴۸ منډو په توپیر ماتې ورکړې که نننۍ لوبه وګټي نو شل اوریزه سیریز به په خپل نوم ثبت کړي.

افغان لوبډلې له دې وړاندې له زمبابوی سره دوه ټیست لوبې درلودې چې لومړۍ زمبابوی او دوهمه افغانستان ګټلې ده، همداراز د دواړو لوبډلو ترمنځ به دریمه شل اوریزه لوبه سبا ترسره شي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې