نړیوال کریکټ

هند له انګلینډ سره شل اوریزه سیریز ۲—۲ مساوي کړ

هندوستان او انګلیستان کرکټ لوبډلو بیګاه شپه څلورمه شل اوریزه لوبه ترسره کړه، دا لوبه هندوستان لوبډلې په خپله ګټه تمامه کړه او انګلیستان ته یې د ۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه، په همدې بریا سره یې سیریز دوه په دوه مساوي کړ.

انګلیستان له دې مخکې دوه لوبې ګټلې وې خو هند بیا یوه ګټلې وه که چیرته هند دا لوبه بایللې وای نو شل اوریزه سیریز یې بایلود خو په بریا سره یې سیریز مساوي اعلان شو، اوس د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ شل اوریز لوبه د سیریز د ګټلو لوبه ده که هرټیم یې وګټي نو سیریز ګټلی شي.

بیګاه شپه لوبه کې هند لومړی توپ وهنه وکړه د ۸ لوبغاړو په اوټیدو یې انګلیستان ته د ۱۸۶ منډو لوړ هدف ورکړ، د نړیوالې کریک انفو د معلوماتو له مخې چې دې لوبه کې سوریا کومار یادوف او توپ اچوونکو د هند لپاره بریا ور په برخه کړه.

هند د لوبې پیل ښه ونکړ یوځل بیا یې پیلیز توپوهوونکي ژر له لاسه ورکړ خو بیا هم د هند لپاره ریشب پینټ ۳۰، شیریس ایئر ۳۷ او سوریا کومار یاودف چټکې ۵۷ منډې جوړې کړې چې د هند په بریا کې یې ستر رول درلوده.

د انګلیستان له اړخه په توپ اچونه کې جوفرا ارچر ۴، او نورو لوبغاړو یوه یوه ویکټه واخسته خو په توپ وهنه کې جیسن رای ۴۰ او بین سټوک ۴۶ منډې جوړې کړې مګر لوبه یې د ۸ منډو په توپیر وبیلله.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې