نړیوال کریکټ

هندوستان د انګلستان خلاف یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه.

په هندوستان کې د کرکټ کنټرول ادارې « بي سي سي ای» نن د انګلستان خلاف د درې یو ورځنیو سیالیو دپاره خپله ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

کوربه هندوستان او انګلستان اوس مهال د پنځو شل اوریزه سیالیو په لړۍ بوخت دي چې د څلورو سیالیو څخه دوه هند او دوه یې مېلما انګلستان ګټلي دي.

ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادنو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ د روانې مارچ میاشتې په ۲۶ مه نېټه پیل شي.

د انګلستان پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو لړي دپاره د هندۍ لوبډلې نوملړ:

ویراټ کوهلي لوبډلمشر ، روهیت شرما مرستیال لوبډلمشر ، شیکر دھوان ، شوبمن ګیل ، شریاس ایر ، سوریاکمار یادو ، هارډیک پانډیا ، ریشب پنټ ویکټ کیپر ، کېل راهول ، یویزیندر چاهل ، کولدیپ یادو ، کرونال پانډیا ، واشنګټن سونډر ، نټراجن ، بھوونیشور کومار ، محمد سراج ، پرسید کرشنا او شاردول ټھاکر.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې