
افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه
محمد شهزاد د خپل شرټ شمېرې برابرې «۷۷» منډې وکړې
د افغان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ویکټ کیپر پیلیز توپ وهونکی «محمد شهزاد محمدۍ» د افغانستان کورنۍ لومړۍ درجه « وزیر محمد اکبرخان» سیالیو کې په ۶۶ توپونو د ۱۱ څلوریزو او ۲ شپږیزو په مټ ۷۷ منډې وکړې.
محمد شهزاد د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام وروسته د افغان کرکټ ملي لوبډلې څخه د خپل خراب فیټنیس له امله لرې پاتې شوی دی.
که څه هم تر ډېره افغان لوبغاړي په کورنیو سیالیو کې نه لوبیږي، خو د کرکټ بورډ سخت دریځ او ملي لوبډلې ته د ورتګ لپاره غوره فارفمنس لوبغاړي اړ کړل چې کورنۍ مهمو سیالیو کې ولوبیږي.
محمد شهزاد د اقغانستان په استازیتوب ټولټال ۲ ټیسټ، ۸۴ یو ورځنۍ او ۶۵ شل اوریزه سیالۍ ترسره کړي دي چې په ترتیب سره یې ۶۹، ۲۷۲۷ او ۱۹۳۶ منډې جوړې کړي دي.