بهرني لوبغاړي

روهیت شرما یو ځل بیا ثابته کړه چې د ملي لوبډلې لپاره بریالی کپتان جوړیدای شي

د هند لوبډلې تجربه لروونکی توپ وهوونکی روهیت شرما چې په ای پي ایل لیګ کې د ممبیي انډنیز لوبډلې کپتان هم دی، یو ځل بیا یې ثابته کړه چې بریالی لوبډلمشر جوړېدای شي، ځکه د هند لپاره په څلورمه شل اوریزه لوبه کې روهیت شرما بیخي مثبت رول ولوبوه.

د کرک ټرکر ویب سایټ د معلوماتو له مخې چې روهیت د انګلینډ خلاف په څلورمه شل اوریزه لوبه کې د لنډې مودې لپاره کپتان و او لوبه یې وګټله، ټرکر لیکلي چې کوهلي په وروستیو کې له میدان څخه بهر شو او مشري یې روهیت ته پریښوده چې د ددې لوبغاړي د ښې کپتانسۍ له وجې هند بریا خپله کړه.

شردل ټکور دې لوبه کې د هند لپاره درې مهمې ویکټې واخستې نوموړي له لوبې وروسته رسنیو ته وویل چې زما په بریا کې د روهیت شرما لاس و هغه ماته ډیره ښه مشوره راکړه ځکه زه کامیاب شوم.


روهیت شرما د ای پی ایل لیګ په سطحه د هند لپاره تر ټولو بریالی لوبډلمشر ثابت شوی دی ځکه د هغه په لوبډلمشري کې ممبیي اینډینر پنځه وارې د ای پي ایل قهرماني خپله کړې ده.

د هندوستان پخواني کرکټرانو، مبصرینو او مشرانو هم پخوا خپلو څرګندونو کې ویلي چې روهیت شرما د هند ملي لوبډلې کپتانسۍ ته جوړ لوبغاړی دی خو تراوسه د کرکټ کنټرول بورډ په دې اړه کوم څه نه دي ویلي.

هند به سبا له انګلینډ سره خپله وروستۍ شل اوریزه لوبه ترسره کړي، دې لوبه کې که هرټیم بریا خپلوي نو سیریز به وګټي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې