ریکارډونه

روهیت شرما له کوهلي وروسته دوهم هندي لوبغاړي شو چې دغه کارنامه ثبت کوي.

د هند او انګلستان ترمنځ د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ څلورمه لوبه پرون د مارچ ۱۸ مه نېټه د هندوستان احمد اباد نریندرا مودي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه چې پکې هندي پیلیز توپ وهونکي «روهیت شرما» په ۱۲ منډو جوړولو سره «۹۰۰۰» منډې بشپړې کړې.

سینئر پیلیز توپ وهونکي «روهیت شرما» د هندوستان لوبډلې لوبډلمشر «ویرات کوهلي» وروسته دوهم هندی توپ وهونکی شو چې شل اوریزه فارمټ کې «۹۰۰۰» منډې جوړوي.

روهیت شرما دغه لاسته راوړنه هغه مهال ترلاسه کړه کله چې هغه په ​​نریندر مودي کرکټ لوبغالي کې د انګلستان خلاف څلورمه شل اوریزه سیالۍ کې د ورو توپ اچونکي عادل راشید په توپ سینګل تر لاسه کړه.

روهیت شرما په ټولټال «۱۱۰» شل اوریزه نړیوالو سیالیو کې د ۳۲.۴۱ اوسط او ۱۳۸.۳۶ سټرایک ریټ سره «۲۸۰۰» منډې ترلاسه کړي دي، نوموړي د شل اوریزه فارمټ زیاتې منډې په «ای پي ایل» لیګ تر ۵۰۰۰ زیاتې منډې جوړې کړي دي.

روهیت شرما په ټولیزه توګه په ټولټال «۳۴۳» شل اوریزه سیالیو کې «۹۰۰۱» منډې جوړې کړي دي چې د نړۍ په کچه نهم لوبغاړی دی چې د شل اوریزه فارمټ زیاتې منډې جوړوي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې