مرکې

رحمان الله ګربز: زه به راتلونکې “نن” لوبه کې بیا غلطي ونکړم

د افغان ملي لوبډلې ځوان پیلیز توپ وهوونکی رحمان الله ګربز چې نوی نوی د کرکټ نړۍ ته راستون شوی دی د بیټینګ له اړخه د افغانستان لپاره له شهزاد محمدي وروسته تکړه لوبغاړی دی او په اسانۍ سره کولای شي چې د لوبډلې لپاره منډې جوړې کړې.

ګربز د زمبابوی خلاف په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې په ۴۵ توپونو د ۷ شپږیزو او شپږ څلوریزو پر مټ ۸۷ منډې جوړې کړې چې د افغانستان د لوبې په بریا کې یې یو ستر رول ولوبوه نوموړي له لوبې وروسته کرکټ بورډ سره په یوه مرکه کې داسې ویلي.

زه پوهیږم چې له ما څخه سلیزه مس شوه ما غوښل یواځې د ټیم لپاره ښه لوبه وکړم، هرڅوک د سلیزې جوړولو ارمان لري خو کله چې سلیزه مس شي انسان خفه کیږي، زه خپله غلطي منم او کوشش مې همدا دی چې راتلوونکې لوبه کې داسې غلطي ونکړم.

زه هیڅکله کرکټ کې دا فکر نه کوم چې بالر ټارګیټ کړم یواځې د خپل لوڅ بال لپاره کوشش کوم او د خپلې خوښې بال د شپږیزو او څلوریزو لپاره لوبوم او د دایرې اورونو کې ډیرې منډې ترلاسه کړم او یواځې خپله د خوښې لوبه کوم.

هغه د نورو موضوعاتو ترڅنګ د تیرې ورځې په پیچ هم غږیدلی ویلي دي چې پیچ د بیټینګ لپاره جوړ و.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې