بهرني لوبغاړيدلوبغاړو په اړه

د لاهور محکمې «ایف ای اې» ته لارښوونه کړې چې د بابر اعظم پرضد د ځورونې په تور مقدمه درج کړي.

د لاهور یوې محکمې د فدرالي تحقیقاتو ادارې «ایف ای اې» ته لارښوونه کړې چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمش «بابر اعظم‹ پرضد د بلیک میل کولو او ځورونې په تور مقدمه درج کړي.

په دې تورونو کې د بابر اعظم تر څنګ دوه نور کسان هم شامل دي او د مېرمنې «حمزه مختار» لخوا ورباندې عریضه شوې ده، نیوزیلینډ ته د پاکستانۍ لوبډلې له سفر دمخه حمزه مختار یوه مطبوعاتي کنفرانس وکړ چې په هغې کې د اعظم پرضد د ځورونې او جنسي اړیکو تورونه لګول شوي وو.

حمزه مختار هغه وخت یوې محکمې ته مراجعه وکړه او پولیسو ته یې لارښوونه کړې وه چې دغه قضیه وپلټي.

د لوړې محکمې کار د ابتدايي اوریدنې وروسته د مارچ تر ۲۲مې نېټې پورې وځنډول شو ځکه چې بابر اعظم د سویلي افریقا پر وړاندې شل اوریزه او ټیسټ لړۍ کې د پاکستان لوبډلې مشري کوله او ورپسې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې مصروف و، د غوښتنې سره سم د هغه قصیه د مارچ تر ۲۲مې نېټې وځنډول شوه.

په هرصورت، حمزه مختار د «ایف ای اې» د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې ته شکایت وکړ چې ادعا یې کړې چې د نامعلومو کسانو لخوا یې موبایل ته زنګونه او پیغامونه راځي، د پلټنې پرمهال «ایف ای اې» یوه شمېره وموندله چې بابر اعظم ته راجسټر شوي وه او ځان یې د محمد بابر په نوم یاد کړ، له بابر اعظم غوښتل شوي و چې محکمې ته حاضر شي خو هغه په خپل ځای کې د هغه ورور «فیصل اعظم» رالیږلی و او د ډېر وخت غوښتنه یې کوله.

په راپور کې راغلي چې بابر اعظم په ټاکل شوي وخت محکمې ته حاضر نه شو، د «ایف ای اې» راپور دې پایلې ته ورسیدۀ چې د نوموړي نه حاصرېدل د هغه ګناه په ګوته کوي، د پنجشنبې په ورځ قاضي «حمید حسین» ایف ای اې» ته لارښوونه وکړه چې د قانوني چلند په تعقیب په ټاکل شوي وخت کې د تورنو کسانو په وړاندې د ایف ای اې» د ثبت په اړه نور ګامونه پورته کړي.

باید یادونه وشي چې یوې مېرمنې «حمزه مختار» کال وړاندې د بابر اعظم خلاف عریضه وکړه چې په نوموړي یې دا تور پورې کړ چې هغه یې د مکتب داور ملګری پاتې شوی او له هغه څخه امېدواره شوې هم وه، چې وروسته یې د بابر په خوښه ماشوم له منځه وړی، هغه زیاتوي چې په بابر یې مالي مصرف هم کړی چې په کرکټ کې تر دې ځایه د هغې په هڅو راسېدلی.

مختار وایي چې بابر ورسره د واده ژمنه کړې وه مګر اوس یې له پېژنګلوۍ هم انکار کوي، مختار وایي د بابر اعظم مال او شهرت وږي نده له ماشومتوبه یې له هغه سره مینه کوله.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې