
د شاروخ خان لور په یو لوبغاړي مائینه شوې ده، شاروخ خان سخت عکس العمل ښودلی.
د هندوستان فلمي نړۍ مشهور ادا کار «شاه روخ خان» لور د یو هندي ځوان کرکټر سره د مینې تار غځولی، خو پلار یې شاه روخ خان سخت عکس العمل ښودلی دی.
شاه روخ خان د بالیووډ نړۍ «پاچا» بالل کیږي، د هغه په اړه اکثره خبرونه ډیری وختونه د رسنیو سر ټکی ګرځي.
په بالیوډ کې د بریا او شهرت ترلاسه کولو وروسته هغه د انډین پریمر «ای پي ایل» ته داخل شو، او د «کلکته نایټ رایډرز» لوبډلې ملکیت یې ترلاسه کړ، شاه روخ خان ډیری وختونه د خپلې کورنۍ سره یو ځای لوبغالي ته ورځي ترڅو د خپلې لوبډلې «کلکته نایټ رایډرز» ملاتړ له نږدې څخه وکړي.
دا مهال د شاه روخ خان لور «سونا خان» او د ځوان هندي کرکټر «شبمان ګیل» د اړیکو خبر په هندي رسنیو کې خپور شوی دی، د هندي رسنیو په وینا سونا خان او ځوان کرکټر شبمن ګیل دواړو یو له بل سره لیدنه کړې ده.

سونا خان څو ځله له شبمن ګیل سره د «ای پي ایل» سیالیو پرمهال هم کتلي دي، شبمن ګیل تېر کال د شاه روخ خان لوبډلې کلکته نایټ رایډرز سره ولوبېدۀ.
کله چې رسنیو د شاه روخ خان څخه د سونا خان او د هغې د هلک ملګري په اړه پوښتنه وکړه، شاه روخ خان وویل چې که زما لور یو هلک ملګری درلود، نو زه به د هغې خولۀ ور ماته کړم.