نړیوال کریکټ

د سریلانکا او سویلي افریقا افسانوي لوبغاړي دوهمه نیمه پایلوبه کوي

د افسانوي لوبغاړو د سیالیو “روډ سیفټي ورلډ سیریز” دوهمه نیمه پای لوبه د سریلانکا او سویلي افریقا د افسانوي لوبغاړو ترمنځ ترسره کیږي چې نن به د دواړو لوبډلو ترمنځ دا لوبه ماښام ۶:۰۰ بجې ترسره شي.

له دې وړاندې هندوستان لوبډلې ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لار موندلې ده، هند تراوسه ددې لوبډلو ترمنځ مخکښه لوبډله ده چې د پنځه لوبو په ګټلو سره یې پای لوبې ته لار موندلې ده.

سریلانکا لوبډله چې نن له سویلي افریقا سره نیمه پای لوبه کې لوبیږي تراوسه یې پنځه لوبې ګټلي او یواځې یوه یې بایللې ده مګر سویلي افریقا بیا څلور ګټلي او دوه یې بایللي دي.

له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ لوبه د ۲۰۲۱کال د مارچ په ۸ ترسره شوې ده چې هغې لوبه کې د سریلانکا افسانوي لوبغاړو په ۹ ویکټو سویلي افریقا افسانوي لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

روډ سیفټي ورلډ سیریز چې د ۷ لوبډلو ترمنځ په لاره اچول شوی و او یواځې د کرکت د نړۍ افسانوي او تقاعد شوي لوبغاړي پکې لوبیدل دادی وروستي پړاو ته رسیدلی چې ډیر ژر به یې پای لوبه هم ترسره شي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې