
د اسټرالیا پیاوړي ښځینه کریکټرې د انګلیستان په سل بالېزه لیګ کې د لوبېدو تړون وکړ
د اسټرالیا د کریکټ ملي لوبډلې تکړه او پیاوړي ښځینه کریکټرې ایلیس پیري د انګلیستان په نوي لیګ (سل بالېزه کریکټ لیک) کې د لوبېدو تړون وکړ او د لومړي ځل لپاره به په دغه لیګ کې نوموړې راښکاره شي.
هغې په دغه لیګ کې له برمینګم فینکس لوبډلې سره د لوبېدو تړون وکړ او د دغې لوبډلې په کټه به ولوبېږي. ۳۰ کلنه ایلیس پیري هغه ښځینه کریکټره ده، چې په دې وروستیو کې د ای سي سي له لوري د غوره ښځینه لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړې وه.

پیري د ښځینه الراونډرنو په لیست کې لومړی مقام له ځانه سره لري. هېره دې نه وې، چې له برمینګم فینکس لوبډلې سره له ایلیس پیري سربېره د نیوزیلینډ ښځینه کریکټ ټیم تکړه لوبغاړې سوفي ډوین هم شته دی.
پیری د انګلیستان هېواد دغه نوي لیګ ته چې په لومړي ځل به په نوي بڼه ترسره شي خورا لیواله ده، په دې لیګ کې هم اته لوبډلې دي چې هم د نارینو او هم د ښځینو ټیمونو دي.