دلوبغاړو په اړه

تمیم اقبال هم د شکیب الحسن لار خپله کړه او د نیوزیلینډ خلاف شل اوریزه سیالۍ څخه بهر شو.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسی پیلیز توپ وهونکي «تمیم اقبال» د شخصي دلایلو له امله د نیوزیلینډ خلاف راتلونکي شل اوریزه لړي څخه بهر شو.

تمیم اقبال چې د نیوزیلینډ په سفر کې د بنګله دیشۍ لوبډلې یو ورځینو لوبو لوبډلمشر دی وویل چې هغه مخکې خپله پرېکړه د سر روزونکي « روسل ډومینګو» او د سلیکشن کمېټې مشر «منهاج ال عابدین» سره شریکه کړې ده.

تمیم اقبال د کرکټ مشهور ویب سایټ «اي ایس پي این کریک انفو» سره په خبرو کې وویل چې نیوزیلینډ ته له راتګ دمخه ما د سر روزونکي او د سلیکشن کمټې مشر ته خبر ورکړی و چې زه به د نیوزیلینډ خلاف شل اوریزه لړۍ کې ګډون ونکړم.

بنګله دیش لاهم د نیوزیلینډ خلاف شل اوریزه لړۍ لپاره خپله لوبډله نده اعلان کړې، خو تمه کیږي چې د یو ورځنیو سیالیو په دوام کې به د محمود الله په مشرۍ لوبډله اعلان کړي.

باید یاده کړو چې له دې وړاندې یو بل بنګله دیشي الراونډر «شکیب الحسن» هم د خپلې کورنۍ سره پاتې کېدو په خاطر د نیوزلینډ له سفر څخه د استراعت غوښتنه وکړه چې دغه سفر کې به د بنګله دیشۍ لوبډلې سره شتون ونلري.

د بنګله دیش او نیوزیلینډ ترمنځ به د دری یو ورځینیو سیالیو لړۍ د مارچ ۲۰ مه نېټه پیلیږي چې د مارچ په ۲۶ مه نېټه به پای ته ورسیږي، شل اوریزه سیالۍ به د مارچ په ۲۸ مه نېټه پیل شي چې د اپریل په لومړۍ نېټه به پای ته ورسیږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې