
تمیم اقبال د نیوزیلینډ خلاف شل اورېزو سیالیو کې نه لوبېږي
د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ وهوونکی تمیم اقبال به د نیوزیلینډ پر وړاندې راتلوونکو شل اورېزو سیالیو کې ونه لوبېږي ټاکل شوې ده چې د بنګله دېش او نیوزیلینډ ترمنځ د یو ورځینو لوبو لړۍ د راتلونکي شنبې په ورځ پیل سي. اقبال په یو مطبوعاتي کنفرانس کې د یو ورځینو سیالیو له پیلیدو وړاندې داسې وویل:
((ما د ټیم مشر مدیریت او مشر روزونکي ته خبر استولی دی. او زه هیله لرم چې ټیم به هم ماته اجازه راکړې تر څو شل اورېزو سیالیو کې د نیوزیلینډ خلاف ونه لوبېږم.)) نوموړی څه موده مخکې ټپې شوی وه چې تر ډېره بنګله دېش کریکټ ټیم څخه لرې وه.

د رسنیو د راپورنو له مخې چې اقبال د شخصي ستونزو له امله د نیوزیلینډ له سفر څخه انکار کړی دی. له بلې خوا د دوی سټار الراونډر شکیب الحسن به د ملي دندې په ځای د ای پي ایل لپاره ښایې هندوستان ته لاړ شي او هلته به د ای پي ایل لپاره ډېر ژر چمتووالی پیل کړې.
اقبال تر اوسه پورې دا نه ده په ډاګه کړې چې د ټیم او سر روزونکي له لوري ورته څه ډول ځواب ورکول شوی دی خو نوموړي د نیوزیلینډ خلاف شل اورېزو سیالیو کې له لوبېدو انکار کړی دی.