
افغانستان نن ۸۱ فیصده د لوبې د ګټلو چانس لري
افغان ملي لوبډله به نن په دوهمه شل اوریزه لوبه کې له زمبابوی سره مخامخ شي، د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې او دوهمه نن په عربي متحده اماراتو ابوظبۍ کې ترسره کیږي خو دې لوبه کې افغانستان ۸۱ فیصده د لوبې د ګټلو چانس لري.
ان ډي ټي وي چې په انلاین بڼه هم نشراط کوي د افغانستان او زمبابوی د لوبې په اړه یوه ټول پوښتنه کړې چې څوک به د لوبې د ګټلو چانس ولري، دې ټول پوښتنه کې لیدل کیږي چې افغانستان ۸۱ او زمبابوی یواځې ۱۹ فیصده د لوبې د ګټلو چانس لري.
افغان لوبډله له زمبابوی سره د دریو شل اوریزو لوبو سیریز لري چې په عربي متحده اماراتو کې ترسره کیږي دوهمه لوبه یې نن او دریمه یې سبا شنبه په ځايي وخت ۲:۳۰ دقیقې ترسره کیږي.
افغان پیلیز توپ وهوونکي رحمان الله ګربز له کرکټ بورډ سره په یوه مرکه کې ویلي چې دی به نن لوبه کې پوره پوره هڅه وکړي چې نور هم ښه ولوبیږي او د سلیزې جوړولو هڅه به وکړي.