افغانستان کریکټ

افغانستان د زمبابوې خلاف په دوهمه شل اوریزه سیالۍ کې هم بریا خپله کړه

په سیالۍ کې ټاس «پچه» افغانستان وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، افغانستان په ټاکل شویو «۲۰» اورونو کې د ۵ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۹۳ منډې وکړې او زمبابوې دپاره «۱۹۴» هدف وټاکل شو.

افغانستان ته د توپ وهنې په برخه کې کریم جنت ۵۳، عثمان غني ۴۹ زیاتې منډې وکړې، محمدنبي هم په وروستیو کې د ۴ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مټ په ۱۵ توپونو «۴۰» چټکې منډې جوړې کړې.
زمبابوې ته مزرباني دوه لوبغاړي وسوځول.

زمبابوې د ټاکل شوي هدف په تعقیب د توپ وهنې اننګز «پاڼې» پیل کړه چې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر یې ۱۷.۱ اورونو کې « ۱۴۸» منډې وکړې او لوبه یې د ۴۵ منډو په توپیر وبایلله.

زمبابوې ته تریزي موساکنډا ۲۲ او ریان بورل ۴۰ زیاتې منډې وکړې.
افغانستان ته راشدخان درې، نوین الحق ، محمد نبي دوه، دوه، ترڅنګ یې فرید ملک ، حمزه هوتک او کریم جنت یو یو لوبغاړی وسوځوه.

لوبه افغانستان په ۴۸ منډو وګټله لړۍ کې هم دوه د صفر خلاف مخکې شو، ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لړۍ دریمه او وروستۍ لوبه سبا د مارچ ۱۹ مه نېټه ترسره شي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې