مقالې

په نیوزیلینډ کې ۵ ستر کریکټ لوبغالي وپېژنئ

نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډله د کریکټ په نړۍ کې پنځمه لوبډله ده، چې ټېسټ کریکټ باندې يې پیل وکړ، دغې لوبډلې په ۱۹۳۰ م کال کې ټېسټ کریکټ پیل کړ. نیوزیلینډ کریکټ ټیم خپله لومړنۍ ټېست لوبه ۱۹۳۰ م کال کې د انګلیستان کریکټ ټیم پر وړاندې پیل کړه.

چې دا لوبه په کرېسټ چرچ کې ترسره شوه. خو په دې مقاله کې مونږ د نیوزیلینډ د کریکټ د تاریخچې په تړاو نه غږېږو، بلکې د دغه هېواد د کریکټ په لوبغالو غږېږو چې کوم کوم لوبغالي په نیوزیلینډ کې تر ټولو ستر کریکټ میدانونه یا لوبغالي دي او د څو تنو د ځای پر ځای کېدو ظرفیت لري؟ دا دې ته ورته پوښتنې ټولې به د دغه ځانګړې مقالې په دوام سره ځواب شي، نو د افغان کرېکنفو درنو لوستوونکو! لیکنه تر پایه پورې ولولئ.

۱- هیګلې اوول کریکټ لوبغالی

په نیوزیلینډ کې د کریکټ لوبغالو له منځه تر ټولو ستر کریکټ لوبغالی د هیګلې اوول کریکټ لوبغالی دی. دا کریکټ لوبغالی په نیوزیلینډ کې تر ټولو ستر او غټ لوبغالی (ګراونډ) بلل کېږي. دغه میدان په ۱۸۵۱ م کال کې جوړ شو او د سیالیو د ترسره کېدو لپاره چمتو شو.

ویل کېږي چې په دغه لوبغالي کې نږدې ۱۸۰۰۰ تماشاچیان د یوې لوبې یا سیالۍ په جریان کې ځای پر ځای کېدلی شي. په دغه کریکټ لوبغالي کې نیوزیلینډي برېډن مکالم په ټېسټ لوبو کې تر ټولو ګړندۍ سلیزه هم ثبت کړې وه.

۲- سیډن پارک کریکټ لوبغالی

دا لوبغالی په نیوزیلینډ کې دوهم ستر کریکټ ګراونډ دی. یاد لوبغالی په ۱۹۵۰ م کال کې جوړ شو، دا میدان د نیوزیلینډ په هیملټن کې موقعیت لري. په دغه لوبغالي کې د یوې لوبې په جریان کې شاو خوا ۱۰،۰۰۰ تنه ځایيېدلی شي.

په دغه کریکټ لوبغالي باندې لومړۍ ټېسټ لوبه په ۱۹۹۱ م کال کې د نیوزیلینډ او سریلانکا ترمنځ ترسره شوه، چې دواړه لوبډلې ښه وځلیدل او سیرېز مساوي پاېته ورسېد.

۳- بېسن ریزور کریکټ لوبغالی

په نیوزیلینډ کې بېسن ریزور کریکټ لوبغالی تر ټولو پخوانی یا زوړ کریکټ ګراونډ (میدان) بلل کېږي، دا لوبغالی په ۱۸۶۶ م کال کې جوړ شوی دی. په دغه لوبغالي کې د یوې لوبې په جریان کې ۱۱،۶۰۰ تماشاچیان ځای پر ځای کېدلی شي.

دا لوبغالی د ټولو درې واړو فارمیټونو د کوربتوب وړتیا لري او په نیوزیلینډ کې یو تاریخي کریکټ لوبغالی یادېږي. دلته لومړۍ نړیواله ټېسټ لوبه په ۱۹۳۰ م کال کې ترسره شوه، چې دا لوبه د نیوزیلینډ او انګلیستان ترمنځ ترسره شوه.

۴- اډن پارک کریکټ لوبغالی

په نیوزیلینډ کې دغه لوبغالی (اډن پارک کریکټ میدان) په ۱۹۵۵ م کال کې د وېسټ انډېز پروړاندې د نیوزیلینډ لومړي ټېسټ بریا ترلاسه کولو لپاره مشهوره دی.

په نیوزیلینډ کې د کریکټ یو مشهور لوبغالی اډن پارک دی چې په ۱۹۰۰ م کال کې تاسیس شوی او د ۴۱،۰۰۰ لیدونکو لپاره د ناستې ظرفیت لري.

۵- ویسټپیک کریکټ لوبغالی

دا لوبغالی په ۱۹۹۹ م کال کې تاسسیس شو. او د نیوزیلینډ یو له سترو لوبغالو څخه یادېږي، په دغه لوبغالي کې په یو وخت کې ۳۴،۵۰۰ نندارچیان ځای پر ځای کېدلی شي، جالبه خو دا ده، چې له دغه لوبغالي څخه له کریکټ سربیره د فوټبال او رګبي سیالیو لپاره هم کار اخیستل کېږي او وخت نا وخت د دغه سیالیو کوربتوب کوي.

په نیوزیلینډ کې په ویسټپیک کریکټ میدان کې لومړۍ ټېسټ لوبه په دسمبر میاشت کې ترسره شوې وه، چې دا لوبه د نیوزیلینډ او سریلانکا ترمنځ ترسره شوه. او لومړۍ یو ورځینۍ لوبه پکې ۲۱ کاله وړاندې ترسره شوې وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې