ریکارډونه

په شل اوریزه فارمټ کې د افغانستان دپاره زیاتې منډې جوړونکي لوبغاړو لیسټ.

افغانستان په ۲۰۱۰م کال کې شل اوریزه کرکټ پیل کړ چې لومړۍ لوبه یې د ۲۰۱۰م کال فبروري په لومړۍ نېټه ترسره کړه، له هغه وخته راهیسې افغانستان ټولټال «۸۲» شل اوریزه سیالۍ ترسره کړي دي، «۵۶» یې ګټلي دي ۲۵ یې بایللي دي او یوه لوبه مساوي پای ته رسېدلي دي.

راځو نن هغه لوبغاړي درپېژانو چاچې افغانستان ته په ۱۱ کلن کرکټ تاریخچه کې کوم لوبغاړي زیاتې منډې جوړې کړي دي.

لومړی: محمد شهزاد!
د افغانستان ویکټ کیپر توپ وهونکي «محمد شهزاد» تر نورو افغان لوبغاړو زیاتې زیاتې منډې جوړې کړي دي، شهزاد له ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې د افعانستان په استازیتوب ټولټال «۶۵» سیالیو کې «۱۹۳۶» منډې جوړې کړي دي، ۳۱ یې اوسط دی، ۱۳۴ یې سټرایک ریټ دی، یوه سلیزه او ۱۲ نیمه سلیزې یې ترلاسه کړي دي.

دوهم: محمدنبي!
محمدنبي له ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې د افغانستان په استازیتوب ټولټال «۷۹» شل اوریزه سیالیو کې «۱۳۵۴» منډې جوړې کړي دي، ۲۱ یې اوسط دی، ۱۴۴ یې سټرایک ریټ دی، سلیزه نلري، څلور نیمه سلیزې یې ترلاسه کړي دي.

دریم: اضغر افغان!
اضغر افغان هم له ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې د افغانستان په استازیتوب ټول «۷۰» سیالیو کې «۱۳۰۳» منډې جوړې کړي دي، ۲۱ یې اوسط دی، ۱۰۸ یې سټرایک ریټ دی، سلیزه نلري، څلور نیمه سلیزې یې ترلاسه کړي دي.

په همدا راز سمیع الله شینواری په «۱۰۱۳» منډو سره څلورم، نجیب ځدراڼ په ۹۷۶ منډو سره پنځم افغان لوبغاړی دی چې د شل اوریزه فارمټ زیاتې منډې یې جوړې کړي دي.

که د لوبې اوسط ته راشو نو حصرت الله ځاځی په ۴۰ اوسط سره لومړی، رحمان الله ګربز په «۳۸.۰۹» اوسط سره دوهم او نجیب الله ځدراڼ په ۳۱.۳۸ اوسط سره دریم افغان لوبغاړی دی.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې