نړیوال کریکټ

هند د نن لوبې په بایللو سره روان شل اوریزه سیریز له لاسه ورکوي


د هندوستان او انګلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځه شل اوریزو لوبو سیریز د هند په کوربتوب په احمد اباد کې روان دی، نن به د دواړو لوبډلو ترمنځ څلورمه لوبه احمد اباد کې د نریندرا مودي په سټډیوم کې ترسره شي.

دواړو لوبډلو له دې وړاندې درې لوبه ترسره کړي چې دوه انګلینډ او یوه هند ګټلې ده ددې لوبو لومړۍ انګلینډ په ۸ ویکټو ګټلې وه، دوهمه هند په ۷ ویکټو ګټلې وه او دریمه هم انګلینډ په ۸ ویکټو له هند څخه ګټلې وه.

د نړیوالې کریک انفو د معلوماتو له مخې چې څلورمه او وروستۍ لوبه یې نن په ځایي وخت ماښام شپږ بجې ترسره کیږي، که چیرته نن هند په دې لوبه کې له ماتې سره مخامخ کیږي نو شل اوریزه سیریز به د انګلینډ لوبډلې په ګټه تمام شي.

ځکه انګلینډ له دې مخکې دوه لوبې ګټلي دي او د دریمې لوبې په ګټلو سره سیریز په خپل نوم کولای شي، له دې وړاندې هند انګلینډ ته په ټیسټ سیریز کې ماتې ورکړې ده خو په شل اوریزه کې پرې انګلینډ برلاسی ښکاري.

د هند کپتان ویرات کوهلي د تیرې لوبې د بایللو وروسته رسنیو ته ویلي و چې زموږ ځینې لوبغاړي دې ورځو کې لږ ستونزو سره مخ دي هغه راهول ته اشاره کړې وه چې ښه لوبغاړی دی خو اوس پوم کې نه دی هغه به راتلوونکي کې بیرته ښه شي.

د نړیوالې کریک انفو د معلوماتو له مخې چې نن به کوهلي حتماً د کیل راهول په اړه پریکړه کوي یا به نوی لوبغاړی راولي ترڅو بریا خپله کړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې