نړیوال کریکټ

هند تر نړیوال جام د مخه نیوزیلینډ او سویلي افریقا سره د سیالۍ ترسره کولو پلان لري.

د هندوستان کرکټ بورډ «بي سی سي ای» به د اکتوبر په میاشت کې د دوه اړخیزو شل اوریزه سیالیو دوه لړۍ ترسره کړي چې هندۍ لوبډلې سره د شل اړریزه نړیوال جام لپاره چمتووالي په برخه کې مرسته وکړي، د «ټي او ای» په وینا چې هند کرکټ اداره په دې برخه کې د سویلي افریقا او نیوزیلینډ کرکټ بورډونو سره په خبرو بوخته ده.

د هند کرکټ کنټرول ادارې یو لوړ پوړي چارواکي په خبره چې دوی به سویلي افریقا او نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزه نړیوال د مخه هندوستان ته دعوت کړي ترڅو نړیوال جام ته ښه تیاری ترسره کړي.

هندوستان او سویلي افریقا لا دمخه هوکړه کړې وه چې د تېر کال په مارچ میاشت کې ځنډول شوي سیالۍ ترسره کړي، هندۍ لوبډله اوس مهال د انګلستان لوبډلې سره د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ لوبوي چې په لړۍ کې انګلستانۍ لوبډله ۲/۱ مخیکوالی لري.

هندۍ لوبډله به د نړیوال ټیسټ جام اتلولۍ او د «اي پی ایل» وروسته د پنځه ټیسټ سیالیو سیریز لپاره انګلستان ته سفر کوي، هندوستان به د انګلستان څخه د سپټمبر په نیمایي کې بېرته راګرځي، د اسیا جام په اړه هم شکونه پیدا شوي دي، ځکه چې د پاکستان کرکټ بورډ به د پاکستان سوپر لیګ پاتې سیالۍ د اسیاجام په نېټه جون میاشت کې ترسره کړي او هم به هندۍ لوبډله په دغه نېټه د ټیسټ چیمپینز شپ پایلوبه کې مصروفه وي.

هندوستان به د شل اوریزه نړیوال جام وروسته د ټیسټ سیریز لپاره نیوزیلینډ هم کوربه وي، هندۍ لوبډله به بیا د ډسمبر او جنورۍ میاشتو کې د بشپړ سفر لپاره سویلي افریقا ته سفر وکړي.

ټاکل شوې ده چې راتلونکی شل اوریزه نړیوال جام به روان ۲۰۲۱م کال د اکتوبر او نومبر میاشتو کې د هندوستان په کوربتوب ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې