
نړیوال کریکټ
هغه یو اساسي توپ وهونکی دی، مهمه نده که درې ځله په صفر وسوځید
د هندوستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشهوره اوپنر توپ وهونکی کيل راهول درې ځله په صفر وسوځید،
خو د هندۍ لوبډلې خورا ښه لوبډلمشر ویراټ کوهلي بیا ویلي،
کيل راهول غوره توپ وهونکی دی او هغه د شل اوریزو لوبو لپاره د روهیت شرما سره غوره ملګرتیا کولی شي،
د دې څخه مخکې ما هم داسي فکر کوو خو کرکټ د چانس لوبه ده زه د راهول په وړتیا کې هېڅ شک نه وینم،
د هندوستان پیلیز توپ وهونکی کيل راهول درې ځله د انګلستان پروړاندې ښه ونه ځلید دوه ځلې په صفر او یوځل په یوه منډه له میدانه بهر شو،
خو لایې هم لوبډلمشر ویراټ کوهلي ملاتړ کوي، یاده دې وي چې د انګلستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ څلورمه شل اوریزه لوبه نن په احمد اباد لوبغالي کې د تړلو دروازو ترشا ۶ بجې پیلیږي،
تراوسه هندوستان یوه او مېلمه انګلستان کرکټ ملي لوبډلې دوه سیالۍ ګټلې دي.