
ریکارډونه
هغه ټارګېټ «هدف» چې یوازې په څلور توپونه ترلاسه شو.
کرکټ کې یوه عامه اصطلاح ده چې کرکټ د چانس لوبه ده، دا دې تر څنګ په کرکټ کې ځینې حیرونکي پېښې هم رامنځته کیږي لکه تېره ورځ چې د هندوستان په کورني کرکټ کې ترسره شوه.
د هندوستان په کورنیو سیالیو کې چې د ښځینه وو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل دي ممبۍ لوبډلې په لسو ویکټو «نایګالینډ» لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په سیالۍ کې نایګالینډ لوبډلې د ټاس «پچه» ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر یې یوازې «۱۷» منډې جوړې کړې.
د ممبۍ لپاره نیمه چټکې توپ اچونکې او لوبډلمشرې «سیالي ساتګري» په ۸.۴ اورونو کې یوازې ۵ منډې ورکړې او ۷ لوبغاړې یې وسوځولې.
ممبۍ ټاکل شوی هدف یوازې په «۴» توپونو ترلاسه کړ چې مخالفه لوبډله یې په «۲۹۶» توپونو او لسو ویکټو ماته کړه.