
افغانستان کریکټ
نور احمد لکڼوال د هندي لیګ د چمتوالي په موخه چینای لوبډلې سره یوځای کیږي
د افغانستان د نولس کلنې لوبډلې پياوړی ورو توپ اچونکی نور احمد لکڼوال هند ته لاړ،
نور احمد لکڼوال په دې اساس هند هیواد ته لاړ چې هلته چینای لوبډله د راتلونکي څوارلسم پړاو آی پي ایل لیګ لپاره تمریناتي کمپ پیلوي،
نور احمد لکڼوال به چینای لوبډلې سره په تمریناتي کمپ کې یوځای شي او هلته به په نیټ یا جال کې مختلیفو لوبغاړو ته توپ اچونه ترسره کړي،
یاده دې وي چې تیر کال د افغانستان د نولس کلنې لوبډلې چټک بالر فضل الحق فاروقي د کینکز الیون پنجاب لوبډلې په تمریناتي کمپ کې ځان سره په لوبډله کې غوره کړی و ترڅو ورته په نیټ کې توپ اچونه وکړي،
د هندوستان څوارلسم پړاو آی پي ایل د راتلونکې اپريل میاشتې په نهمه نېټه په هندوستان کې د درې افغان لوبغاړو په شتون کې پیلیږي.