دلوبغاړو په اړه

بدیل مې په لوبډله کې پیدا کړئ، خاضر یم چې استعفا وکړم

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې ترټولو پخواني او مشهوره الراونډر محمد حفیظ په یو بیان کې ویلي،


پاکستان کرکټ بورډ او لوبډله دې زما څخه ښه لوبغاړی پیدا کړي زه په خپله خوښه له کرکټ نه ریټايرمینټ اخلم،


ما د پاکستان کرکټ بورډ رییس احسان ماني ته هم ویلي، زه لوبډله کې د ویاړ لپاره لوبیږم د کوم ځانګړي تجارت لپاره نه لوبیږم، که زما څخه مو په لوبډله کې غوره لوبغاړی پیدا کړ نو په عزت سره به د کرکټ څخه تقاعد واخلم،


د پاکستان د کرکټ مشهوره تبصره کوونکي رمیز راجا ډېر وخت د محمد حفیظ شا نیولي وي او هر وخت نوموړي ته په خپل رسمي یوټیوب چینل کې په ویډو بڼه د استعفا جملې کاروي،


لا تراوسه نده معلومه چې ۴۰ کلن محمد حفیظ به کله له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اخلي؟

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې