بهرني لوبغاړي

فاف ډوپلیسس د مرکزي قرارداد څخه ایستل شوی دی.

د سویلي افریقا کرکټ بورډ تازه د سنټرل کنټرک «مرکزي قراردادونه» لوبغاړو نوملړ خپور کړ چې په تازه قرارداد کې فاف ډوپلیسس له پامه غورځول شوی دی، پرځای یې هنریکس کلاسن ته ځای ورکړل شوی دی.

د سویلي افریقا کرکټ بورډ «سي ایس اې» خپل نوي ملي قراردادونه اعلان کړل چې هنریکس کلاسن د نارینه وو په لیست کې د فاف ډو پلیسس په ځای قررداد اخیستی، پداسې حال کې چې د ښځینه لوبغاړو څخه «لارا ګډال» د ښځینه وو په قررداد کې ځای خپل کړ، د مېرمنو په لیسټ کې له ۱۴ څخه د قرردادي لوبغاړو شمېر ۱۵ ته پورته شو، دواړه هنریک کلاسن او ګوډال د سویلي افریقا کرکټ بورډ لخوا خپل لومړي ملي قراردادونه ترلاسه کړل.

د سویلي افریقا کرکټ بورډ لخوا خبرداری ورکړل شوی چې دوی به هغه «۱۷‹ نارینه وو او ۱۵ ښځینه وو لوبغاړو ته قررداد ورکړي چې غوره فارفامنس وړاندې کړي.

د سویلي افریقا پخوانی لوبډلمشر فاف ډوپلیسس موده وړاندې د پاکستان سفر پر مهال دوهمه ټیسټ سیالۍ کې له ټیسټ فارمټ تقاعد اعلان کړ خو لنډو فارمټونو ته ادامه ورکوي، نوموړی تازه د سویلي افریقا کرکټ بورډ مرکزي قررداد له لاسه ورکړی.

د سویلي افریقا په تازه قراداد کې: ټیمبا باوموما ، کوینټن ډیکاک ، ډین ایلګر ، بیوران هینډریکس ، ریزا هینډریکس ، هنریک کلاسن ، کیشوا مهاراج ، ایډن مارکرم ، ډیویډ ملر ، لونګي نګیډي ، انریچ نورټجي ، انډییل فیلوکوایو ، ډیوین پریټوریس ، تبریز شمسي ، کاګیسو رباډا او راسي وان ډیر دوسن شامل دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې