نړیوال کریکټ

شاهد افریدي پاکستان کریکټ بورډ تورن کړی دی

پاکستان کریکټ بورډ د کرونا ویروس د ویرې له کبله د پي ایس ایل یا (پاکستان سوپر لیګ) شپږم پړاو په نیمایې کې وځنډولو او ممکن دا لیګ د دغه کال په پای کې ترسره شي.

په ورته مهال د پاکستان کریکټ ټیم پخواني کيپتان شاهد افریدي په پي سي بي یا پاکستان کریکټ بورډ باندې تون غبرګونونه کړې دي او ویلي یې دي، چې پاکستان کریکټ بورډ د راتلونکي په اړه هېڅ پلان نه لري.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ لاهور کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال داسې وویل: ((پاکستان کریکټ بورډ نه باید دا لیګ ځنډولی وای. دا یو ستر لیګ دی خو د دغه لیګ د ترسره کېدو پلان له پاکستان کریکټ بورډ سره نه وه.))

نوموړی زیاتوي چې پاکستان کریکټ بورډ د کرونا پر وړاندې مخنیوي کې سم مقاومت ونه شو کولی چې له امله یې یاد لیګ وتړل شو.

د یادولو وړ ده چې پاکستان کریکټ بورډ یاد لیګ وروسته له هغې وځنډولو چې د پي ایس ایل ځینو لوبغاړو او د لوبډلو ځینو کارمندانو د کرونا پر وړاندې مثبتې ازموینې ورکړې وې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې