نړیوال کریکټ

سویلي افریقا د هند ښځینه لوبډلې څخه په خپل کور کې سیریز وګټه

د سویلي افریقا او هندوستان ښځینه لوبډلو ترمنځ د پنځه یو ورځنیو لویو سیریز پایته ورسېده، په دغه سیریز کې افریقا هند ته څلور د یو ۴—۱ په مقابل کې ماتې ورکړه او سیریز یې په خپل نوم کړ، دا سیریز پرون د مارچ په اولسمه پایته ورسېد.

وروستۍ لوبه کې هند لومړی توپ وهنه وکړه د ټولو لوبغاړو په اوټیدو یې سویلي افریقا ته د ۱۸۹ منډو کم هدف په مخکې کېښود د هند لپاره پریا پونیا ۱۸، سمریتي منهارا ۱۸، هرمن پریټ ۳۰ او لوبډلمشرې میتالي راج ۷۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

دې لوبه کې د سویلي افریقا لپاره نادین ډي کلرک درې ټومي او شنګاسي دوه دوه ویکټې واخستې خو په توپ اچونه کې مریضاني کپ ۳۶، مینن ډوفریز ۵۷ او انیکا ۵۸ منډې جوړې کړې چې لوبه یې په ۴۹ اور کې وګټله او سیریز یې په خپل نوم کړ.

د یادونې ده چې د دواړو لوبډلړ ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو سیریز هم پلان شوی دی چې د مارچ په شلمه به د هند په کوربتوب پیل شي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې