افغانستان کریکټ

رحمان الله ګربز : ما خپله سلیزه د لوبډلې لپاره قرباني کړه

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځوان اوپنر رحمان الله ګربز د زیمبابوې پروړاندې غوره توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه،


که څه هم چانس و چې نوموړی د زیمبابوې پروړاندې سلیزې جوړي کړي اما خپله ویکټ یې د یو شانداره اننګز وروسته ریچارډ نیګ راوا ته وبیلله،


ګربز د لوبې وروسته وویل، هر لوبغاړی کوښښ کوي چې د ځان لپاره سليزه جوړه کړي لیکن ما د لوبډلې لپاره لوبه وکړه، زه به په راتلونکي لوبه کې د سلیزې پوره هڅه وکړم،


یاده دې وي چې افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړی شل اوریزه لوبه کې مېلمه زیمبابوې لوبډلې ته سخته ماته ورکړه،


دواړه لوبډلې به سبا د غرمې وروسته دوهمه شل اوریزه لوبه د افغانستان په کوربتوب په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې